د هرات له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
Tue, Apr 04 2023 10:31 AM
خبرهای ریاست معارف ولایت هرات

د هرات د پوهنې ریاست د کارکوونکو لپاره د قرآن کریم د تلاوت او تفسیر پروګرام جوړ شو.
د هرات ولایت پوهنې رئيس مولوي عبدالله اميني وويل
:  د دغه پروګرام له ترسره کېدو يې موخه د خلکو په ورځني ژوند کې د قران کريم پر ګټو او اغېزو پوهېدل دي او همدارنګه د دا ډول پروګرامونو ترسره کول يې ګټور او ارزښتناک وبلل.
 
په هرات ولایت کې د خواجه محراب الدین جامي منځنی ښوونځی لیسه شوه. چې په همدې مناسبت یوه ستره غونډه جوړه شوې وه.
 په دې غونډه کې د یاد ولایت د پوهنې رئيس او مشرتابه، علماوو، د خلکو استازو او د سيمه ييزو شوراګانو مسوولينو او زده کوونکو برخه لرله.
په غونډه کې د پوهنې رئیس د ښوونې او روزنې پر ارزښت د خبرو په ترڅ کې علمي بنسټونه یې د هېواد د پرمختګ په برخه کې مهم وبلل او زياته يې کړه . پوهنې وزارت هڅه کوي چې د ټولنې ټولو وګړو ته د زده کړو ښه چاپیریال برابر کړي.

د اسلامي امارت د ۴۰۰ مجاهدینو څخه د لسم او یوولسم ټولګيو د سویې ازموینه د هرات ولایت د پوهنې د رئیس مولوي عبدالله امیني په مشرۍ د ټاکل شوي کمیسیون تر څارنې لاندې د نخبګانو لیسې په تالار کې واخیستل شوه.
د هرات پوهنې رئیس وویل، چې دغه پروسه د مجاهدینو د زحمتونو او هڅو په موخه په لاره اچول شوې ده او په پای کې د دې ازموینې ګډونوالو ته د بریالیتوب هیله وکړه.

د ښوونې او روزنې آمر مولوي عبدالجلیل مزمل او ورسره پلاوي د پیام توحید خصوصي ښوونځي او د هاتفي د نجونو او هلکانو لېسې څخه لیدنه وکړه او د چارو د لا ښه والي په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه.

روض الدین اسحاقي په دې وروستيو کې د هرات ولايت د ښوونکو د مسلکي ودې د آمر په توګه وټاکل شو او د دغه رياست د ښوونې او روزنې د آمر له خوا د يو لړ مراسمو په ترڅ کې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
نوموړي د دې آمریت د پخواني آمر جمعه خان اسلامپال د دندو يادونه وکړه او د دې آمریت نوي آمر ته يې د دندو په ترسره کولو کې د برياليتوب هيله وکړه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS