د پنجشیر له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
Wed, Apr 05 2023 11:46 AM
د پنجشیر له پوهنې ریاست څخه خبرونه

 د پنجشیر ولایت د پوهنې رئیس د آفرین موسسې له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.
د پنجشير د پوهنې د رئيس د څرګندونو له مخې: په دې غونډه کې آفرین موسسې ژمنه وکړه چې د دغه ولايت په پيريان ولسوالۍ کې به لس ښوونیز او تقویتي کورسونه جوړ کړي.

د پنجشير ولايت د پوهنې رئيس مولانا غلام ایشان حماس له خپل مل پلاوي سره د رخه ولسوالۍ د سواد زده کړې له آمریت څخه ليدنه وکړه .
نوموړي د سواد زده کړې آمریت له کارکوونکو وغوښتل، چې ورسپارل شوې دندې د اصولو سره سم ترسره کړي او د غفلت او غير حاضرۍ مخه ونيسي.
نوموړي د يادې ادارې ستونزې او وړانديزونه یاداښت کړې او د حل په موخه يې ورته ډاډ ورکړ.

د پنجشیر ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي: د ا. ا. ا ۱۵۰ تنو مجاهدینو څخه د دغه ولایت د ولي محمد شهید په لېسې کې د سویې ازموینه واخیستله او په نهمو او یوولسمو ټولګیو کې کېنول شول.
د دې ریاست د ښوونې او روزنې آمر رحیم داد نظري په وینا، دا ازموینه د ا. ا. ا  د هغو مجاهدینو لپاره ځانګړې شوې وه چې پخوا یې په خصوصي توګه زده کړې کړې وې.
 
د يو بل خبر له مخې، د پنجشير ولايت د پوهنې رئيس او ورسره مل پلاوي د عنابه ولسوالۍ د بي بي مريم منځني ښوونځي څخه ليدنه وکړه، د دې لېسې د اداري او تدريسي چارو د څارنې ترڅنګ يې د زده کوونکو او ښوونکو ستونزې هم واورېدې او د هغوی ته یې د حل ډاډ ورکړ.

په یو بل خبر کې:
د پنجشير ولايت د پوهنې رئيس مولانا غلام ایشان حماس د دغه ولايت د رخه ولسوالۍ په دشتک کې د ښوونکو د روزنې مرکز له چارو څخه ليدنه او څارنه وکړه .
نوموړي د دغه ښوونیز مرکز اداري او تدریسي چارو ته کتنه وکړه او د ښوونکو د روزنې له مسوولینو او استادانو څخه یې وغوښتل، چې خپلې ټولې کړنې د اصولو سره سم پرمخ یوسي او له غیرحاضرۍ څخه ډډه وکړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS