د کابل ښار د پوهنې رئیس د یونیسف ادارې له مسئولينو سره وکتل

media-moe
Sun, May 07 2023 10:13 AM
د کابل ښار د پوهنې رئیس د یونیسف ادارې له مسئولينو سره وکتل

د کابل ښار د پوهنې د رئیس مولوي احسان الله خطاب او نورو مسئولينو د دوامداره هلو ځلو په پایله کې د یونیسف ادارې له خوا د کابل ښار ښوونځیو له (۱-۶) ټولګي پورې زده کوونکو ته قرطاسیه منظوره او په نږدې راتلونکي کې به ښوونځیو ته ورسول شي.
د یادې قرطاسیې په شفاف ډول ښوونځیو او زده کوونکو ته د توزیع په موخه د پوهنې رئیس د یونسیف ادارې له استازي سره په خپل کاري دفتر کې د همغږي غونډه وکړه٠
په پیل کې د یادې ادارې مسئولینو د توزیع د پروسی په اړه د کابل ښار پوهنې رئیس ته د اړینو معلوماتو ورکولو ترڅنګ له نوموړي څخه د قرطاسيې د توزيع په برخه کې د نظارت او همکاري غوښتنه وکړه او له خپل لوري یې هم ورته اطمینان ورکړ چې د یادې ادارې مسئولین او کارمندان به پدې برخه کې خپلې هلې ځلې نه سپموي. ورپسې ښاغلي خطاب د دوی له راتګ او همکاریو څخه د مننې تر څنګ پدې برخه کې د پوره همکاري وعده ورکړه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS