د بلخ له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
Mon, May 15 2023 10:33 AM
د بلخ له پوهنې ریاست څخه خبرونه

د بلخ ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهیدخیل په مزارشریف کې د کمبریج نړیوال خصوصي کورس له فعالیتونو څخه لیدنه وکړه او یاد کورس یې د اسلامي امارت د احکامو د سرغړونې له امله بند کړ.
د بلخ پوهنې ریاست مشرتابه یوځل بیا له ټولو خصوصي ښوونیزو مرکزونو وغوښتل، چې خپل ټول ښوونیز فعالیتونه د پوهنې وزارت له قوانینو سره سم تنظیم کړي.
د بلخ ولایت پوهنې رئیس او ورسره پلاوي د غازي امان الله خان لېسې له اداري او تدریسي چارو څخه لیدنه وکړه او د ښوونیز وضعیت د ښه والي په موخه یې په دغه لېسه کې د یو لړ اداري بدلونونو وړاندیز وکړ.

د بلخ ولايت پوهنې رئيس، د پوهنې او د تعلیمي څارنې آمرینو د مزارشريف ښار او د شولګرې، بلخ، شورتېپې او مارمل ولسواليو د يو شمېر ښوونځيو او ديني مدارسو له تدريسي او اداري فعاليتونو څخه ليدنه وکړه او اړوندو مسوولينو ته يې د ښوونیزو فعالیتونو د ښه والي په موخه لارښوونې وکړې.

د بلخ د ولايتي ادارې له خوا ټاکل شوى پنځه کسيز پلاوي، چې په کې د ټولنيزو چارو ریاست رئيس، د ولایت د مقام يو استازى، د اداري اصلاحاتو آمر، د اطلاعاتو او فرهنګ او د عدلیې رياست استازي شامل وو، د پوهنې رئيس الحاج مولوي عبدالجليل شهیدخېل په ملتیا، د دې ولايت د پوهنې ریاست له بېلابېلو ادارو څخه ليدنه وکړه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS