له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
Sat, Jun 17 2023 12:10 PM
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

نورستان

په نورستان کې د کوار مؤسسې د سیمه ییز دفتر استازو د دې ولایت د پوهنې له رئیس تاج محمد مطمئن سره د کتنې پر مهال د دې ادارې د ترسره شویو فعالیتونو، راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل.

بل خوا د نورستان د پوهنې رئیس د دوی د پلانونو د عملي کولو په برخه کې د هر ډول مرستو ژمنه وکړه.

کابل

د کابل ښار د پوهنې ریاست د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې د کابل ښار د بېلابېلو ښوونځیو د دولسمو ټولګیو۷۵۰ تنو فارغینو ته د فراغت شهادت پاڼې ووېشلې.

لغمان

د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونکو د شورا له غړو سره وکتل.

په یو بل خبر کې؛ د الینګار ولسوالۍ د پوهنې آمریت په جوړه شوې غونډه کې له اړوندو مسئولینو سره پر پلانونو او ستونزو خبرې وشوې.

غزني

کوار مؤسسې د یونیسف ادارې په مالي مرسته د غزني ولایت پوهنې ریاست ته د سیمه ییزو زده کړو د ۱۲۰۰۰ زده کوونکو لپاره کتابونه او ښوونیز توکي وسپارل.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS