د ولایتونو څخه د پوهنې اړوند څو لنډ خبرونه!

media-moe
Mon, Jun 26 2023 12:28 PM
123

 ننګرهار:
  د ننګرهار ولایت د پوهنې، استخباراتو، سرحدي لوا، کلیو پراختیا او سیمه ییزو ادارو یو شمېر نورو مسوولینو د دغه ولایت په اچین او سپین غر ولسوالیو کې له وېجاړو شویو ښوونځیو لیدنه وکړه او د يادو ښوونځيو د بيا رغونې په اړه يې خبرې او لازمې پرېکړې وکړې. 
 ياد شوي ښوونځي پخوا د بېلابېلو اقليمي او داسې نورو عواملو له امله وېجاړ شوي وو.

 په یو بل خبر کې؛  د ننګرهار د پوهنې ریاست د دغه ولایت د کوټ، بټي کوټ، دره نور او حصارک ولسوالیو د ديني مدرسو په ۹۰ خالي بستونو کې د ښوونکو د ګومارنې په موخه  له سلګونو تنو وړ نوماندانو څخه   رقابتي ازموینه واخیسته.

 سرپل:
 د سرپل ولایت د پوهنې رئیس مفتي محمد رحماني د دغه ولایت د بلخاب ولسوالۍ د پوهنې له مسوولینو سره وکتل او د دې ولسوالۍ د پوهنې د نظام وضعیت یې وارزاوه.
 نوموړي د دغه کاري سفر په ترڅ کې د يادې ولسوالۍ د يو شمېر ښوونځيو او ديني مدرسو اداري او تدريسي چارې هم وڅېړلې او د يادو ښوونځيو او ديني مدرسو له ښوونکو او زده کوونکو سره يې وکتل.

 پروان:

 د پروان ولایت د پوهنې رئیس مفتي محمد حسن حقاني او ورسره مل پلاوي د یوه کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت سرخ پارسای ولسوالۍ ته ولاړ او د ستونزو د حل په موخه یې د دې ولسوالۍ د یو شمېر ښوونځیو او ديني مدرسو اداري او تدریسي چارې وڅېړلې او د تعلیمي چارو د ښه والي په خاطر يې چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې.

لوګر:

 د لوګر ولایت د حضرت امیر حمزه(رض) مرکزي یتیم خانې زده کوونکي د اختر په ډاليو ونازول شول.
   يادې ډالۍ د لوګر ولايت د پوهنې رياست د مشرتابه له خوا چمتو شوې وې او د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي جنت ګل عزيز له خوا د يادې ادارې پر ۷۱ تنو يتيمانو ووېشل شوې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS