له ولایتونو د پوهنې اړوند څو لنډ خبرونه!

media-moe
Mon, Jun 26 2023 12:45 PM
123

 هرات:
 د هرات ولایت د پوهنې رئیس او د دې ادارې د اسلامي زده کړو آمر مولوي عبدالله امیني د یاد ولایت له مرکزي مدرسې ج/هادي څخه لیدنه وکړه او د دغه ولایت د يادې مدرسې رئیس شیخ مولوي محمد ولي حقاني ته یې د زده کوونکو د ښوونيزو پروګرامونو د ښه والي په برخه کې  لازمې لارښوونې وکړې. 

ميدان وردګ :
 د میدان وردګو ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د ادارو له رئیسانو او مدېرانو سره ناسته وکړه او په دیني مدرسو کې یې د بستونو وېش، د درسي فعالیتونو د څارنې او په ښوونځيو کې د اصلاحي کمېټو جوړول او په يو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې او لازم تصميمونه ونيول شول.

 تخار:
 د قرآنکریم د نهو حافظانو د فراغت او پر سرونو د فضیلتونو پګړۍ د اېښودلو په مناسبت غونډه د دغه ولایت د ورسج ولسوالۍ د رسول اکرم( صلی الله علیه وسلم) په مدرسه کې جوړه شوه او په ياده غونډه کې د پوهنې مسوولینو، علماوو، د قرآن کریم حافظانو، قومي مشرانو، او ځوانانو هم ګډون درلود.

 کاپیسا:
  د کاپیسا ولایت د پوهنې ریاست د دغه ولایت د دارالعلوم او دیني مدرسو په ۴۲ بستونو کې د وړتیا لرونکو نوماندانو د ګومارنې په موخه له سلګونو نوماندانو څخه رقابتي ازموینه واخیستله.
 
 ▪ بامیان:
 د ګزګ يکه ولنګ منځني ښوونځي  د دېوال د بنسټ ډبره د پوهنې رئیس شیخ ناظر جعفري، د پوهنې ریاست د تخنیکي ټېم او یو شمېر مسوولینو او قومي مشرانو په حضور کې کېښودل شوه.
  د دغه دېوال جوړولو لګښت  د سویډن کمېټې له لوري ورکول کيږي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS