له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډو خبرونو ته کتنه

media-moe
Mon, Jul 10 2023 12:45 PM
له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډو خبرونو ته کتنه

بغلان

 د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني د دغه ولایت د پوهنې له رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي سره وکتل او د پوهنې په اړه یې ورسره خبرې وکړې.  په دې کتنه کې د بغلان د پوهنې رئیس د پوهنې ریاست فعالیتونه او لاسته راوړنې له والي سره شریکې کړې او د ج/هادي لېسې، د اسلامي تعليماتو بستونو د وېش، د نویو مدارسو د جوړېدو او د ځینو ستونزو په اړه یې خبرې وکړې.
 په پای کې د بغلان والي د دغه رياست سره د ستونزو په حل کې د همکارۍ ژمنه وکړه .


بامیان

 د بامیان ولایت د پوهنې رئیس شیخ ناظر جعفري په یوه کاري سفر کې د ورس ولسوالۍ له ښوونځیو څخه څارنه وکړه.
 نوموړي د لیدنې پر مهال د یادې ولسوالۍ د پوهنې ستونزې لکه د ښوونځيو اداري او تدريسي ستونزې او د وېجاړو  ښوونځیو د بیارغونې بهير له نيږدې وڅېړه .
نوموړي له نظامي، ملکي مسوولینو او قومي مشرانو سره  د لیدنې پر مهال د ښوونې په وړاندې د شته ننګونو په حل کې د همکارۍ ژمنه وکړه.


  لغمان

 د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د دغه ولایت د دولت شاه ولسوالۍ د پوهنې ریاست اداري او تدریسي چارې وڅېړلې او د دې ولسوالۍ د یو شمېر ښوونځیو د ازموینې بهیر یې هم له نيږدې وکوت.


 کندز

 د کندز ولایت د پوهنې ریاست د دغه ولایت په یو شمېر دیني مدارسو کې د نویو استادانو د ګومارنې په موخه د ازادې سیالۍ په ترڅ کې له ۲۳۰ وړ کسانو څخه ازموینه واخیسته.
 د کندز د پوهنې رئیس مولوي محمد اسماعیل ابو احمد د ګمارنې په بهیر کې د شفافیت په اړه خبرې وکړې او په دې اړه یې د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ.


 غزني

 د غزني ولایت د پوهنې ریاست اړوند د یو شمېر خدمتي کارکوونکو د ګمارنې په موخه د ازادې سیالۍ له لاري د مسؤلینو په حضور کې له وړ نوماندانو څخه ازموینه واخیستل شوه.
په پام کې ده هغه کسان چې معیاري نمرې ترلاسه کړې په یادو بستونو کې به په دندو وګمارل شي.
 

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS