د جوزجان ولایت مرکز اړوند په ابن یمین شبرغاني عالي لېسه کې د یوه محراب جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
Wed, Aug 30 2023 3:51 PM
gf

د جوزجان ولايت پوهنې له رياست سره د ځایي خلکو د مرستې او همکارۍ په دوام، د یاد ولايت د ابن یمین شبرغاني په عالي لېسه کې د يوه جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یاد ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد طاهر جواد وايي: دغه جومات د حاجي عبدالوکيل رسولي په مالي مرسته په ۱۶۰ متره مربع ځمکه کې د ۷۰۰ زره افغانيو په لګښت په پاخه او اساسي بڼه جوړیږي، چې په یو وخت کې به د شاوخوا دوه سوه تنو لمونځ کوونکو ظرفیت ولري.
د جوزجان والي قاري ګل حيدر شفق د سپېڅلو ځايونو جوړول يوه روانه صدقه وګڼله.
نوموړي د ياد جومات د جوړېدو په برخه کې  د حاجي عبدالوکيل رسولي له مالي مرستې مننه وکړه او له نورو خلکو په ځانګړې توګه له ملي سوداګرو يې وغوښتل، چې د جوماتونو، ښوونیزو مرکزونو او عامه ځایونو په جوړولو کې مرسته وکړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS