له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
Thu, Sep 07 2023 9:20 AM
12

بغلان

د بغلان ولایت د چشمه شېر لېسې اړوند د احاطوي دېوال جوړولو، د لمریزې برېښنا سیستم د نصبولو او رنګمالۍ چارې  پیل شوې.ټاکل شوې ده چې یادې چارې د کډوالو نړۍ وال سازمان په مالي مرسته، تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. 

هرات

د هرات ولایت د لیرې پرتو سیمو د مدارسو د استادانو د ۵۳۶ خالي بستونو لپاره آزموینه، د یاد ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالله امیني په حضور کې واخیستل شوه.
یاده دې وي چې په دې آزموینه کې ۸۰۰ نارینه او ۸۱۰ ښځینه نوماندانو ګډون درلود.

ننګرهار

د ننګرهار ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني، د یاد رياست له آمرینو او مدېرانو سره  ځانګړې غونډه وکړه. نوموړي د تېر ښوونیز کال لاس ته راوړنې او ستونزې و ارزولې او د راتلونکي نوي ښوونیز کال لپاره د پوهنې په برخه کې د پلانونو او چمتووالي په تړاو لازم تصميمونه ونیول شول.

دایکنډي

د دايکنډي ولايت پوهنې رياست، د یاد ولايت د ښوونځيو له زده کوونکو څخه د رقابتي آزموينو لړۍ پيل کړه.
د یاد رياست د ښوونې او روزنې آمر وويل، چې د دغه پروګرام له پيل څخه موخه، د ښوونځيو د زده کوونکو هڅونه او هغوی ته مثبته انګېزه ورکول دي.

غزني

د غزني ولایت ګډې ولایتي کمېټې، د یاد ولایت پوهنې ریاست له مسئولینو سره په کتنه کې د باکیفیته زده کړو پر برابرولو، د ښوونیزو چارو په تطبیق کې د اخلاص او شرعي مسایلو ته د پاملرنې په ګډون د یو شمېر مهمو ښوونیزو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
 

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS