له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
Mon, Sep 18 2023 9:47 AM
123

کابل

د کابل ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالحق حقاني د پغمان ولسوالۍ د کشک لېسې له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه او د ښوونیز وضعیت د لاښه والي په موخه یې د یادې لېسې مسئولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

لوګر

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت د کانکو آزموینې ۱۳۰ تنه ممتاز زده کوونکي د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې وستایل.
ويناوالو د کانکور آزموينې ګټونکو او د هغوى کورنيو ته د مبارکۍ ویلو تر څنګ، وويل چې د هېواد د پرمختګ او ځان بساینې يوازينۍ لار ښوونه او روزنه ده.

د یو بل خبر له مخې:

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د ساینس او ټکنالوژۍ مدېریت د یاد ولایت د خوښۍ ولسوالۍ د ۱۳ ښوونځیو  ۵۰ تنو ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې سیمینار دایر کړ.

هلمند

د هلمند ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، د یاد ریاست له اړوندو کارکوونکو سره ليدنه وکړه او له هغوى سره يې د ياد رياست په نوي تشکيل کې د بدلون او د پوهنې په برخه کې د همکارو ادارو د فعاليتونو په اړه خبرې وکړې.

لغمان

په دې وروستيو کې عبدالرحمن رحيمي، د لغمان ولايت د پوهنې رياست د کيفيت تضمين مدېر په توګه وټاکل شو او د یاد رياست د ښوونې او روزنې آمر له لوري خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شو.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS