د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد(صلی الله علیه وسلم) د میلاد مبارکه ورځ د ولایتونو پوهنې ریاستونو کې په ځانګړو شاندار مراسمو سره ولمانځل شوه.

media-moe
Thu, Sep 28 2023 1:02 PM
123

د ولايتونو له پوهنې رياستونو څخه ترلاسه شوي راپورونه ښيي؛ چې د بشریت د ستر لار‎ښود حضرت محمد (صلى الله عليه وسلم) د میلاد مبارکه ورځ  د پوهنې رياستونو د مشرتابه، لوړ پوړو دولتي مسئولینو، علماوو،د ښوونځیو استادانو او زده کوونکو په ګډون، د یو لړ ځانګړو او شاندارو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.
یادې غونډې د قرآن عظيم الشان په مبارکو ايتونو سره پيل او د مسئولينو له لوري زموږ د ګران پيغمبر حضرت محمد (صلى الله عليه وسلم) سيرت مبارک ولوستل شو، چې د ګډون والو له لوري يې تود هرکلى وشو.
ورپسې د ولایتونو پوهنې رئیسانو په یادو پرتمینو مراسمو کې ورغلو مسئولینو او مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د نېکو اخلاقو په اړه یې تفصیلي خبرې وکړې.
په ورته مهال يو شمېر مسئولينو، ښوونکو او زده کوونکو هم  د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (صلى الله عليه وسلم) د سيرت په باب خپلې چمتو کړې مقالې، نعتونه او ترانې ګډون والو ته ولوستلې او خلکو ته يې د خوږ پیغمبر د سنتو د عملي کولو لارښوونه وکړه. 
ویناوالو د بشري ټولنې له ګډوډۍ او ناخوالو څخه د خلاصون یوازینۍ لار د بشریت د ستر لارښود حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم)  د سنت او لارې عملي کول یاد کړل.
یادې غونډې د افغانستان د خلکو تر منځ د اسلامي ورورولۍ او د پوهنې د پرمختګ په دعا سره پای ته ورسېدې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS