له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
Thu, Oct 12 2023 10:17 AM
123

لوګر

د لوګر ولایت پوهنې ریاست رهبري پلاوي، د یاد ولایت د ښوونځیو د کارکوونکو او ښوونکو د یوې خیریه پرېکړې په ترڅ کې، د هرات ولایت د زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستې په موخه، د دوی ورځنی معاش چې څه باندې ۱،۲ میلیونه افغانۍ کېږي، ځانګړی کړ. 

ننګرهار

د هېواد له پوهنې سره د خلکو د همکارۍ په دوام: دا ځل د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د شیخ مصري لېسې د ودانۍ لپاره په بهر کې مېشت یوه تن هېوادوال د ۲۰۰ یورو په ارزښت مرسته وکړه.

همدارنګه:

یوه تن علم دوست هېواد وال د سرخرود ولسوالۍ د چهارباغ صفا لېسې ته شاوخوا ۷۰ متره ایرانی فرش وپېره.
په ورته ډول:
په همدې ولسوالۍ کې يو شمېر قومي مشرانو او بې وزله خلکو له خپلو شخصي شتمنيو څخه د بړینې منځني ښوونځي لپاره دروازه او کړکۍ جوړې کړې.
د ننګرهار پوهنې ریاست د ولسونو له همکارۍ څخه خوښي څرګنده کړه او دغه اقدامات یې د پوهنې د ودې نښه وبلله.

د یو بل خبر له مخې:

د ننګرهار ولایت پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني، د جلال آباد ښار د عربانو لېسې د زده کوونکو د زده کړې کچه او د ښوونکو د تدریس طریقې وڅېړلې او د همدې لېسې له ښوونکو سره یې د لیدنې پر مهال د درسونو پر کیفیت او د زده کوونکو پر سمې زده کړې ټینګار وکړ.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS