د پوهنې وزارت سرپرست د ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره وېډیویي کنفرانس دایر کړ

media-moe
Thu, Oct 19 2023 10:04 AM
12

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا، په داسې حال کې چې د یاد وزارت د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو هم ګډون درلود، د ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره یې د وېډیو کنفرانس له لارې د دغه وزارت د درۍ کلن کاري پلان په اړه هر اړخیزې خبرې او نظرونه تبادله کړل. 
د پوهنې وزارت سرپرست د پوهنې له رئیسانو سره د وېډیویي کنفرانس په پیل کې خوښي وښوده او ویې ویل: نن هغه وخت را رسېدلی دی، چې په مرکز او ولایتونو کې د پوهنې د ودې او پرمختګ لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړو او په دې سره به د افغانستان.ا.ا. هغو آرمانونو ته چې موخه یې د هېواد ټولو بچیانو ته د متوازنو دیني او عصري زده کړو برابرول دي، ورسيږو.
نوموړي زیاته کړه، د پوهنې وزارت مشرتابه یو داسې پلان او چوکاټ چمتو کړی دی، چې په ترڅ کې به یې زمونږ د هېواد ټولې اړتیاوې پوره او د لویو پرمختګونو شاهدان به شو.
ورپسې د پوهنې وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس مولوي حبیب الله اخندزاده هم د موضوع په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، د ولایتونو د ښوونیز وضعیت له تحلیل او د شته امکاناتو سره سم به د پوهنې وزارت درۍ کلن عملیاتي پلان پلی شي.
په ورته مهال، د ولایتونو پوهنې رئیسانو هم د موضوع په اړه خبرې وکړې او د پوهنې وزارت د درۍ کلن پلان د جوړولو په تړاو یې د یاد وزارت له مشرتابه څخه مننه او قدرداني وکړه.
د یادې ناستې په پای کې د ولایتونو پوهنې رئیسانو د خپلو مشرانو وړاندیزونه، نظریات او ستونزې د پوهنې وزارت له مسئولینو سره شریکې او د حل غوښتنه یې وکړه.
د پوهنې وزارت مشرتابه د دوی ستونزې او وړاندېزونه واورېدل او په حل کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS