د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه ځینې خبرونه

media-moe
Thu, Oct 19 2023 10:56 AM
123

تخار

د تخار ولایت پوهنې ریاست مشورتي غونډه، د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي حزب الله مبشر تر څارنې لاندې جوړه شوه.
د تخار پوهنې رئیس د مسئولینو د دندو او فعالیتونو راپورونه واورېدل او له هغوی یې وغوښتل تر څو د خپلو راتلونکو پلانونو په پلي کېدو کې جدي هڅې وکړي.

سرپل

د سرپل ولايت پوهنې رياست د امام يخي او خطيب آباد د هلکانو په لېسو کې د ښوونځيو له سلګونو زده کوونکو څخه د رسول الله (صلي الله علیه وسلم) د سيرت سیالۍ په لاره واچولې.
 د یادو سیالیو د ترسره کولو موخه، د رسول الله (صلي الله علیه وسلم) له ټولنیزو کړنو او اخلاقو سره د ځوانانو آشنا کول ؤ.

لوګر

د لوګر ولایت پوهنې ریاست مشرتابه د یاد ولایت له مسئولینو او کارکوونکو سره د یوې سترې غونډې په ترڅ کې، د هرات ولایت د زلزله ځپلیو کورنیو او ټپیانو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل او د زلزله ځپلیو لپاره یې د نغدي مرستو د راټولولو پر څرنګوالي خبرې وکړې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS