د هندوستان دیوبند دارالعلوم د علماوو او شیُّخو یوه ګډ پلاوي د پوهنې وزارت له معینانو سره وکتل

media-moe
Wed, Nov 01 2023 9:34 AM
123

د هندوستان هېواد دیوبند دارالعلوم یوه پلاوي، چې په ترکیب کې یې د دیوبند دارالعلوم فاضل مفتي محمد ظهیرالسلام باربنکوی، د بنګله دېش د مرکز العلوم الشرعیه او د وفاق المدارس القومي مشر او مهتمم مفتي محمد ضیاء بن قاسم، د دیوبند دارالعلوم فاضل مولانا محمود الحسن دیوبندي او پروفیسر محمد فاروق متقاعد جونئرکالج دهلي شامل ؤ،  د پوهنې وزارت په مرکزي دفتر کې د یاد وزارت له معینانو سره د کتنې په ترڅ کې د افغانستان د روانو حالاتو او پوهنیز نظام په اړه هراړخیز بحثونه وکړل.
یاد پلاوي د پوهنې وزارت د مشرتابه له مېلمه پالنې څخه د مننې تر څنګ، د دغه وزارت د مشرتابه دندې او لاس ته راوړنې په تفصیل سره یادې او وستایلې.
د پلاوي غړو وويل: ډېر د خوښۍ ځای دی، چې د افغانستان د اوسني نظام  په رأس کې علماء قرار لري او موږ ډاډه يو، چې د اسلام د سپېڅلي دين د احکامو او لارښوونو په رعايتولو سره به وکولای شي، تر څو ټولې شته ستونزې په لږ وخت کې له منځه یوسي.
ور پسې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاء الله سعید، د یاد وزارت مقام ته د دیوبند دارالعلوم پلاوي ته د هرکلي په ترڅ کې، د پوهنې وزارت د کړنو او تشکیلاتو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل، ویې ویل: په ټولیزه توګه د پوهنې وزارت اړوند ۳۲ ریاستونه په مرکز او ۳۴ ریاستونه د هېواد په ولایتونو کې فعالیت لري، چې شاوخوا ۴۰۰ زره کارکوونکي یې د ټول هېواد په ښوونیزو او روزنیزو بنسټونو کې په ورځنيو چارو بوخت دي.
د پوهنې وزارت د ښوونې او رزونې معین زیاته کړه، متاسفانه د تېر نظام پر مهال په هېواد کې د اسلامي زده کړو برخې ته پوره پاملرنه نه ده شوې، چې له نېکه مرغه د افغانستان.ا.ا. حاکمیت سره په ټول هېواد کې د عصري او اسلامي زده کړې دواړو برخو ته په بشپړه توګه پاملرنه شوې او یادو برخو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځ ته شوې دي.
نوموړي زیاته کړه: پخوا به د پوهنې وزارت نیږدې ۷۰ سلنه مالي لګښتونه د مرسته کوونکو هېوادونو له لوري ورکول کېدل، خو اوس د پوهنې وزارت ټول لګښتونه د افغانستان.ا.ا. له ملي بودیجې څخه تمویل او په خپل وخت ورکول کېږي.
په پاى کې دواړو لورو په متقابلو اړیکو ټينګار وکړ او ژمنه يې وکړه چې په افغانستان کې د اسلامي زده کړو د بنسټونو په جوړولو او پراخولو کې به له يو بل سره همکاریو ته دوام ورکړي.
غونډه د اسلامي امت د سوکالۍ او د فلسطین له مظلوم ملت سره د نابرابره او ظالمانه جګړې د پای ته رسېدو په دعائیې سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS