د ماشومانو د خوندیتوب مؤسسې پلاوي په ننګرهار ولايت کې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې له معین سره وکتل

media-moe
Sat, Nov 25 2023 12:31 PM
145

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین مولوي صبغت الله وصیل، د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو لپاره د زده کړو آسانتياوو برابرولو په موخه، ننګرهار ولايت ته رسمي سفر وکړ او د پوهنې رياست مقام کې يې د ماشومانو د خوندیتوب مؤسسې یو پلاوي سره وکتل.
 په ياده کتنه کې دواړو لورو، راستنیدونکو ته د زده کړې پر کړنلاره او هغوى ته د زده کړو په برخه کې د آسانتياوو پر برابرولو تفصیلي خبرې او بحثونه وکړل. 
د سرچینو او ادارې معین وویل: چې د ا.ا.ا د مشرتابه له لورې ټاکل شوې مؤظفه کمېټه پوره چمتووالی لري، ترڅو راستنیدونکو ماشومانو ته د پوهنې وزارت له لورې د منظور شوې کړنلارې له مخې د زده کړې زمینه برابره کړي.
دغه راز نوموړي له مرستندویه مؤسسو څخه وغوښتل، ترڅو په دغو شرایطو کې له راستنیدونکو سره خپلې همکارۍ ونه سپموي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS