په فاریاب ولایت کې د ميش مست لومړني ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته و سپارل شوه

media-moe
Sat, Dec 16 2023 2:51 PM
ل

د فارياب ولايت پشتونکوټ په کلي کې د ميش مست مختلط لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړېدو چارې بشپړې او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د يادې ودانۍ د پرانيستلو مراسمو کې د پوهنې ریاست مشرتابه، د کلیو پراختیا، اقتصاد رئيسانو، علماوو، مشرانو، د زده کوونکو والدینو او د مرستندویه بنسټونو استازو ګډون درلود.

د فارياب پوهنې رئيس الحاج مولوي سيد حفيظ الله معتصم بالله د ښوونيزو بنسټونو د جوړولو پر اهميت خبرې وکړې او د اسلام د سپېڅلي دين له نظره يې د ښوونيزو بنسټونو جوړول خورا مهم وبلل.

دغه راز نوموړي د ښوونځيو او مدارسو جوړول د پوهنې د پرمختګ په برخه کې یو مثبت ګام وګاڼه، د هغو په ترمیم او ساتنه یې ټینګار وکړ.

ورپسې یو شمېر علماوو او مسئولینو هم خپلې ویناوې وکړې، د ټولنې په اصلاح او پرمختګ کې یې د علماوو رول مهم وباله.

د يادونې وړ ده، چې د ياد ښوونځي دغه نوې ودانۍ ۸ درسي ټولګي، ۱۵۲ پايې مېزونه او څوکۍ، يوه امنيتي خونه له نورو اړينو ملحقاتو سره لري، چې د يوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ د ټولټال ۱ ميليون ۸۰۰ زره ۶۱۲ افغانۍ لګښت پرې راغلى دی.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS