د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

media-moe
Sun, Feb 11 2024 12:09 PM
14

غزني
د غزني ولایت قرباغ ولسوالۍ قومي مخورو د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني سره وکتل.
دواړو لورو د ښوونیزو بنسټونو د فعالولو او د پوهنې پر وړاندې د شته ننګونو د حل په تړاو خبرې وکړې.
په پای کې د پوهنې رئیس د هېواد بچیانو ته د زده کړو په برخه کې د لازیاتو آسانتیاوو برابرولو ژمنه وکړه.

زابل
د زابل ولایت مرکز کلات ښار له عامه زندان څخه ۱۰۰ تنه زندانیان د سواد زده کړې له شپږ میاشتني کورس څخه فارغ شول.

ننګرهار
په ننګرهار ولایت کې یو خیریه بنسټ د مرکز جلال آباد ښار د ۸  بابه ښوونځیو په ۲۱۵۰ زده کوونکو ګرمې جامې او خوراکي توکي ووېشل.

د یو بل خبر له مخې: 
د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست په یاد ریاست کې د ۱۰ خالي بستونو د ډکولو په موخه، له ۶۶۷  تنو نوماندانو څخه رقابتي آزموینه واخیسته.
په پام کې ده، چې د معیاري نمرو لرونکي کسان په ښوونځیو کې د ښوونکو په توګه وګمارل شي.

همدرانګه:
د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې یوه خصوصي سوداګریز شرکت د شهید اشنغر ښوونځي د زده کوونکو د تدریس لپاره ۵۰ تختې او لوډسپیکر مرسته وکړه.
د یاد عالي لېسې ادارې د دغه شرکت له همکارۍ مننه او قدرداني وکړه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS