د کابل ښار د ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

media-moe
Sat, Mar 09 2024 11:08 AM
sdfgyu

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د پلان له مخې، د سوک وهنې د لوبو سیالۍ چې د سلواغې میاشتې په ۲۶مه نېټه له ګران هېواد څخه د شوروي ځواکونو د ماتې او وتلو په مناسبت، د کب په ١٦مه، د کابل ښار د ۲۰ بابه ښوونځيو اړوند د بېلابېلو عمرونو د ٨٥ ورزشکارانو ترمنځ د پوهنې وزارت د سوک وهنې په کلپ کې پرانيستل شوې وې، پای ته ورسېدې.

د يادو دوه ورځنيو سياليو په پاى کې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رياست او د همدې رياست د بدني روزنې آمريت د مسئولينو له لوري ګټونکو ټېمونو ته کپونه، مډالونه او سپورتي جايزې ورکړل شوې.

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د بدني روزنې مسئولینو د انسان په روغتیا کې د سپورټ رول ته په اشارې سره وویل: چې د ښوونځیو او مدارسو د زده کوونکو ترمنځ د سپورټ وده او پراختيا د ياد وزارت له مهمو پروګرامونو څخه دي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS