د دایکنډي ولایت په مرکز کې د دوو دیني مدارسو څانګې پرانیستل شوې

media-moe
Tue, Mar 19 2024 9:40 AM
14

د دايکنډي ولايت په مرکز نيلي ښار کې د ښځینه وو ديني مدرسې (بي بي زهرا رضی الله عنها) لومړۍ څانګه پرانیستل شوه.

د یادې مدرسې د پرانیستې په مراسمو کې د پوهنې په رئیس سربېره علماوو او قومي مخورو هم ګډون کړی وو.

د دايکنډي ولايت پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار، د ښوونيزو مرکزونو جوړول د هېواد د ماشومانو د سالمې ښوونې او روزنې په لاره کې يو مهم ګام وباله او د ټولنې په اصلاح کې يې د ښوونځيو او مدارسو پر اهميت خبرې وکړې.

د یاد ولايت د پوهنې رياست د مسئولينو په وينا، دغه مدرسه په يو وخت کې د ٢٠٠ زده کوونکو ظرفيت لري، چې د سيمې علماوو او اوسېدونکو یې په جوړېدو خوښي څرګنده او د پوهنې وزارت له مشرتابه يې د دوی د اولادونو د سالمې روزنې په برخه کې مننه او قدرداني وکړه.

د یو بل خبر له مخې:

د يادې مدرسې دويمه څانګه د همدې ولايت مرکز اړوند د سنګموم په سيمه کې د پوهنې مسئولينو او د يادې سیمې د قومي مخورو په حضور کې پرانيستل شوه.

د سيمې يو تن قومي مخور محمد نادر د ښوونيزو بنسټونو په جوړولو کې د پوهنې وزارت له هڅو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره، د هېواد د ښوونیز نظام په ټينګښت کې د دایکنډي ولايت د خلکو د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS