د پوهنې وزارت د ښوونيز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختیا لوی رئیس کندوز ولایت ته په رسمي سفر ولاړ

media-moe
Sun, Mar 24 2024 12:11 PM
12

د پوهنې وزارت د ښوونيز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختيا لوی رئیس الحاج مولوي اول ګل ایوبي په مشرۍ یو پلاوی کندوز ولایت ته ورسېد.

په پیل کې نوموړي د کندوز ولایت له پوهنې رئیس مولوي محمد اسماعېل «ابواحمد» سره وکتل او د خپل سفر د موخو او آجنډا په اړه یې معلومات ورکړل.

یاد پلاوي د ستونزو پر حل او په ښوونیزو بنسټونو کې د درسي کيفيت پر لوړولو د ټینګار ترڅنګ څرګنده کړه، د ښوونځیو د مدیرانو د وړتيا لوړولو په اړه د سیمینار څارنه او د ښوونکو د مسلکي کولو د څانګو د اداري او تدریسي بهیر ارزونه هم د پلاوي د سفر په پلانونو کې شامله ده.

ورپسې د کندوز ولایت پوهنې رئیس، د ورغلي پلاوي هر کلی وکړ او د پوهنې ریاست د کارکوونکو لپاره یې د مسلکي سیمینارونو له پیل څخه خوښي څرګنده کړه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS