د بغلان ولایت شریفو خلکو د یاد ولایت پوهنې رياست ته ۹۲ زره متر مربع ځمکه وقف کړې ده

media-moe
Mon, Mar 25 2024 12:59 PM
11

د بغلان ولایت پوهنې ریاست سره د عامو خلکو د مرستو په دوام، د روان ۱۴۰۲ لمريز کال په اوږدو کې د یاد ولایت عامو خلکو د دیني مدارسو او ښوونځيو د جوړولو په موخه، خپله ۹۲ زره متره مربع ځمکه وقف کړې ده.

د پوهنې وزارت مشرتابه او د بغلان ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو، د یاد ولایت د ولسونو د ښو کړنو او مرستې له امله هرکلی او مننه وکړه او د دوی دغه علم پروره کړنه یې صدقه جاریه نېک عمل وباله.

د يو بل خبر له مخې، په همدې موده کې د ٦٥ بابه دیني مدارسو لپاره احاطوي دېوالونه رغول شوي او د اوبو څاه ګان هم کيندل شوي دي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS