د هرات ولایت په پوهنې ریاست کې د سويې د تثبيت آزموینه واخیستل شوه

media-moe
Thu, Apr 04 2024 1:48 PM
111

د هرات ولایت پوهنې ریاست، د افغانستان.ا.ا. له شاوخوا ۱۱۰۰ تنو م.جاهدینو څخه د هغوی د سویې د تثبیت آزموینه واخیستله.

د هرات پوهنې رئيس الحاج مولوي رحمت الله جابر، د یاد رياست منسوبینو، يو شمېر استادانو او علماء کرامو د یادې آزموینې لړۍ له نیږدې ولیده او ګډون والو ته یې د پوره روڼتیا ډاډ ورکړ.

نوموړي د ج.هاد په دوره کې د دوى د دندو د ستاينې سربېره مسئولينو ته د عادلانه چلند سپارښتنه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې د آزموينې د پايلو له ارزونې وروسته به نوماندان د خپلو زده کړو د دوام په موخه، د هغوی د سويې سره سم د ښوونځيو په یوولسم او دولسمو ټولګیو کې شامل شي.

په ورته مهال د آزموینې څو تنو ګډون والو د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د زده کړې د آسانتياوو د برابرولو په برخه کې يې د پوهنې وزارت د مشرتابه هلې ځلې وستايلې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS