د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین د کابل ولایت له پوهنې مسئولینو سره وکتل

media-moe
Mon, Apr 22 2024 3:44 PM
321

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین مولوي صبغت الله وصیل او ورسره مل پلاوي، د کابل ولایت له پوهنې رئیس او مسئولینو سره وکتل.

په پیل کې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین په ښوونځیو کې د پوهنې د کیفیت د لوړولو په برخه کې د یاد وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ په اړه خبرې وکړې او د دیني لارښوونو پر استناد یې د چارو په سم تطبیق ټینګار وکړ.

نوموړي د کابل ولایت د پوهنې ریاست د تشکیل د بیا کتنې په اړه هم خبرې وکړې او په یاده برخه کې یې یوې کمېټې ته دنده وسپارله، تر څو د ستونزو د حل او د دغه ریاست د تشکيل د څرنګوالي په تړاو کار ترسره کړي.

ورپسې د کابل ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالحق حقاني، د پوهنې وزارت د سرچینو او اداري د معین ورتګ ته د ښه راغلاست تر څنګ، د یاد ریاست اړوندې اداري ستونزې او وړاندیزونه د وزارت مشرتابه ته وړاندې کړل او د پوهنې ریاست اړوندو څانګو یو شمېر مسئولین یې د تشکیلاتي جوړښت د بیا کتنې لپاره د وزارت تخنیکي کمیټې ته وروپېژندل.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS