د ولایتونو پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
Sat, Apr 27 2024 1:22 PM
11

بلخ

د بلخ ولایت د مرکزي دارالاېتام د درسونو د پیل مراسمو کې، د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهیدخېل او د دغه ولایت د مرکزي دارالاېتام مسئول مولوي علي ګل په خپلو خبرو کې، یتیمان د شهیدانو وارثین وبلل، چې د خپلو وینو په تویولو سره یې د هېواد آزادي تضمین کړې ده.

د بلخ ولایت پوهنې رئیس د یاد بنسټ له مسئولینو څخه غوښتنه وکړه، تر څو د یتیمانو په وړاندې په خپلو چلندونو او کړنو کې تل د زړه له کومي د شفقت او مهربانۍ څخه کار واخلي.

زابل

د زابل ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل ولي متقي، د یاد ولایت د شیخ متي بابا لېسې له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه او د ښوونیز وضعیت لاښه والي په موخه یې، مسئولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

کندوز

د کندوز ولایت پوهنې ریاست له ۲۵۹ تنه راستنېدونکو کډوالو څخه د سویې د تثبیت په موخه آزموینه واخیسته.

همدارنګه نوماندان به تر آزموینې وروسته د خپلو ښوونیزو سویو سره سم، د یاد ولايت د ښوونځيو په اتم، نهم او لسمو ټولګيو کې شامل شي.

پنجشېر

د پنجشېر ولايت د پوهنې رياست د آزموينو د مديريت کمېټې، له ۶۰ تنو نوماندانو څخه اداري او تدريسي رقابتي آزموينه واخيسته.

په پام کې ده، چې بریالي کسان به د یاد ولایت د رسمي مدارسو په اداري او تدریسي بستونو کې په دندو وګمارل شي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS