د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

media-moe
Sun, May 05 2024 1:11 PM
124

هرات

د عاطفي خیریه بنسټ، د هرات ولایت په چشت شریف ولسوالۍ کې، په ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده کوونکو لاسي بکسونه، درسي توکي او جامې وویشلې.

کندوز

د کندوز ولایت د پوهنې ریاست کارپوهانو د یاد ولایت د ښوونځیو د ۲۴۲ تنو ښوونکو لپاره، د "اغېزمنې ښوونې او روزنې د پراختیا" تر سرلیک لاندې د وړتیا لوړونې ۱۲ ورځنی روزنیز سیمینار پیل کړ.

بدخشان

د بدخشان ولایت پوهنې ریاست په مدارسو او دارالحفاظونو کې د یوزره ۸۸۰ خالي تدریسي او اداري بستونو د ډکولو په موخه، له نوماندانو څخه رقابتي آزموینه واخیسته.

بامیان

د بامیان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي رحمت الله قندیلي، د یاد ولایت د توپچي او مرکز اړوند ښوونځيو له تدریسي او اداري چارو څخه څارنه وکړه او د بېلګې په توګه یې د یو شمېر زده کوونکو د زده کړې کچه وارزوله.

زابل

د زابل ولایت د پوهنې ریاست روزونکو، د یاد ولایت د مرکز کلات ښار او شاجوی ولسوالۍ د ۲۲۲ ښوونځیو ښوونکو ته د "اغېزمن تدریس او زده کړې د پراختیا" تر سرلیک لاندې د وړتیا لوړونې ۱۲ ورځنی روزنیز سیمینار پیل کړ.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS