د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو مهمو خبرونو لنډیز

media-moe
Sun, May 05 2024 1:22 PM
14

کاپیسا

د کاپیسا ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد فرید حقاني، د یاد ولایت مرکز اړوند د امام اعظم «رحمه الله علیه» او عبدالله ابن مسعود «رضی الله عنه» د دارالحفاظونو اداري او تدریسي چارو د کتنې تر څنګ، د یادو بنسټونو شاګردانو ته د حضرت محمد « صلی الله علیه وسلم» د سنتو او اخلاقو په تړاو توصیه وکړه.

لوګر

د لوګر ولایت یو تن فرهنګي او علمي شخصیت عطاء الله ستانکزي د ۵۰ زره افغانیو په ارزښت، د یاد ولایت د محمداغې ولسوالۍ د کتب خېلو لېسې د کتابتون لپاره ۴۲۱ جلده درسي کتابونه مرسته وکړه.

هلمند

د هلمند ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، د یاد ولایت مرکز لښکرګاه اړوند د غربي بازار ښوونځي اداري او تدریسي چارې وارزولې.

د یو بل خبر له مخې

د هلمند ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت مرکز اړوند د ملالۍ ظاهر مدارسو ته، د اووم تر دولسم ټولګيو اړوند ۹ زره ۸۸۲ ټوکه درسي کتابونه ووېشل.

د پوهنې مسئولین وايي: ډېر ژر به په رسمي مدارسو کې هم د کتابونو د وېش لړۍ پیل کړي.

کابل

د کابل ولايت پوهنې رياست، هېواد ته د راستانه شويو زده کوونکو څخه د سویې د تثبیت آزموينه واخيسته.

په یاده آزموینه کې شاوخوا ۲۰ تنو برخه اخیستې وه او ټاکل شوې، چې هغوی د خپلو سویو سره سم د ښوونځيو په ۷ تر دولسمو ټولګیو کې شامل شي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS