د ولایتونو ځینو مهمو خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
Mon, May 06 2024 10:07 AM
ثقصف

خوست

د خوست ولايت پوهنې رئيس مولوي فيض الله جمال حقاني، د اسمعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ د پوهنې له يو شمېر مسئولينو، علماوو او قومي مشرانو سره وکتل او له هغوى سره يې د هېواد بچيانو د سالمې ښوونې او روزنې د کیفیت د څرنګوالي په اړه د خبرو ترڅنګ، له خلکو څخه د همکارۍ غوښتنه يې وکړه.

لغمان

د لغمان ولايت پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد د ياد ریاست له آمرینو، مديرانو او کارکوونکو سره وکتل.

دغه راز نوموړي د پوهنې کارکوونکو له هڅو څخه د ستاينې ترڅنګ، له مراجعينو سره پر ښه چلند ټينګار وکړ.

هلمند

د هلمند ولايت پوهني رياست کارپوهانو د یاد ولايت د ديني مدارسو مسئولينو او مهتممینو ته د وړتیا لوړولو سيمينار جوړ کړ.

په یاد سیمینار کې ګډون والو ته د تدريس مېتودونه او مهم اداري او مالي مسايل وروښودل شول.

پروان

د پروان ولايت د پوهنې د رئيس مولوي سيد محمد فيضي له خوا د پسرلني فوټسال ټورنمنټ سيالۍ په رسمي ډول پيل او په لاره واچول شوې.

ټاکل شوې ده ، چې یادې سيالۍ د مرکز او بګرام ولسوالۍ د ١٦ لېسو د سپورټي لوبډلو ترمنځ د مولوي سيدباشي شهيد په لېسه کې پيل شي.

لغمان

د لغمان ولایت پوهنې رئیس د یاد ولایت د تدریسي څانګو له کارکوونکو سره وکتل او له هغوی سره یې د ښوونځیو د کلنیو آزموینو د اخیستلو پر چمتووالي (لغمان ولایت یو له ګرمو ولایتونو څخه دی) تفصیلي خبرې وکړې او هغوی ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS