د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

media-moe
Wed, May 08 2024 1:29 PM
45

بامیان

د باميان ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي رحمت الله قنديلي، د یاد ولايت شيبر ولسوالۍ اړوند د کالو، غرغره د هلکانو لېسو، د مهديه کالو مدرسې او د يو شمېر ښوونځيو د کتابتونونو له تدريسي او اداري چارو څخه څارنه وکړه او د يادو ادارو له مسئولينو سره يې د ښوونیز وضعیت لاښه والي په تړاو تفصیلي خبرې وکړې.

هرات

د هرات ولايت پوهنې رئيس مولوي رحمت الله جابر د پښتون زرغون ولسوالۍ له يو شمېر مدارسو او ښوونځيو څخه ليدنه وکړه او د پوهنې له مسئولينو، قومي مشرانو او د ښوونځيو د شوراګانو له غړو سره يې د جلا کتنو په ترڅ کې، د يادې ولسوالۍ د پوهنې عمومي وضعيت وڅېړه.

سرپل

د سرپل ولایت د کوهستانات ولسوالۍ د ښوونځیو زده کوونکو ته د ۱۹ زره ۲۶۸ ټوکه درسي کتابونو د وېش بهیر پیل شو.

لغمان

د لغمان ولایت د پوهنې ریاست د څارنې پلاوي، د یاد ولایت د دولت شاه ولسوالۍ د ښوونکو د روزنې او د مورا منځني ښوونځي د زده کوونکو له ټولګیو څخه څارنه وکړه.

خوست

د خوست ولايت پوهنې رياست مسئولينو او د پوهنې په برخه کي د یو همکار بنسټ داستازو ترمنځ، په یاد ولايت کې دپوهنيزو پروګرامونو او کړنو دزياتې همغږۍ په باب خبرې وشوې او لازمې پرېکړې وشوې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS