په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي د ودانۍ لپاره د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د غزني ولایت ناوې ولسوالۍ اړوند د شهید نوراحمد لومړني ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره، د پوهنې ریاست مشرتابه، علماوو او د سیمې د مخورو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.
د غزني ولايت د پوهنې مسئولين وايي: د يادې ودانۍ په جوړولو سره به څه د پاسه يو ميليون ٢٥۰ زره افغانۍ لګښت راشي، چې د يادې ولسوالۍ د پوهنې مينه والو او علم پروره خلکو له خوا ورکول کېږي.
نوموړي زیاته کړه، دښوونځی دغه دودانۍ له اړينو ملحقاتو سره ۸ درسي خونې لري، چې په پاخه او اساسي ډول سره به جوړه شي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنې په برخه کې د غزني ولایت د خلکو د مرستو په ګډون د خپلو ټولو هېوادوالو د مرستو او همکاریو مننه او قدرداني کوي.
