په سرپل ولایت کې د ۱۵ بابه ښوونځيو لپاره شین چاپېریال رامنځته شو

media-moe
Tue, May 21 2024 1:40 PM
12

د پوهنې وزارت له لوري د یو همکار بنسټ په ملاتړ د ٢١ زره امريکايي ډالرو په لګښت، د سرپل ولايت په ١٥ بابه ښوونځيو کې شین چاپېریال رامنځته او د زده کوونکو لپاره ګټې اخستنې ته چمتو شو.

د یادو باغچو د پرانیستې په مراسمو کې د پوهنې رئیس، د کرنې او مالدارۍ ریاست استازو، د مرستندویه بنسټونو مسئولینو او یو شمېر قومي مشرانو ګډون کړی وو.

په پیل کې د سرپل ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني د یاد مرسته کوونکي بنسټ له پرله پسې همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، د دغه ولایت په ښوونځیو کې د شین او تازه چاپېریال د رامنځته کولو له امله قدرداني وکړه او زیاته یې کړه، چې په ښوونیزو بنسټونو کې د شنې او تازه فضاء شتون د زده کوونکو پر فکري ودې او زده کړې مثبته اغېزه لري.

د پوهنې رئيس د يادو ښوونځيو له مسئولينو وغوښتل، تر څو د باغونو او زينتي نيالګيو په ساتنه او پالنه کې جدي هڅې وکړې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS