په نیمروز ولایت کې د سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه

media-moe
Wed, May 22 2024 9:13 AM
13

په نیمروز ولایت کې د افغانستان.ا.ا. له ۹۸ تنو م.جاهدینو څخه د سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه.

د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل احمد حقاني وویل، د دغه آزموینې نوماندان د جهادي فعالیتونو له امله د خپلو زده کړو څخه پاتې شوې وو، چې اوس ورته د زده کړو آسانتیا برابره شوې ده او غواړي خپلې نیمګړې زده کړې بشپړې کړي.

دغه راز نوموړي له اشغال څخه د هېواد په آزادولو کې د م.جاهدینو له سرښندنو ستاينه وکړه او هغوى يې د ديني او عصري علومو زده کړې ته وهڅول.

د آزموینې ګډون والو هم د دوی لپاره د زده کړو د آسانتیاوو په برابرېدلو خوښي څرګنده کړه او له نورو هېوادوالو يې وغوښتل، چې له شته فرصتونو څخه په استفادې د ديني او عصري علومو په برخه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS