د پوهنې له ډګره د څو مهمو خبرونو لنډیز

media-moe
Sat, May 25 2024 10:58 AM
32

میدان وردګ

د میدان وردګ ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت، د یاد ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند هفت آسیاب او انصار المؤمنین لېسو او د یو باب دیني مدرسې له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه.

فراه

د فراه ولايت پوهنې رياست کارپوهانو، د یاد ریاست يو شمېر اداري کارکوونکو ته روزنيز سيمينار جوړ کړ او هغوى ته يې د اداري او احصائیوي مسایلو لارې چارې وروښودلې.

خوست

د خوست ولايت پوهنې رياست له اووم څخه تر نهم ټولګي پورې د ګمارنې په موخه، له ١٣٠ تنو راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت په موخه آزموینه واخیسته.

غزني

د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني، د یاد ولایت په مرکز کې د یو شمېر ښوونځیو له اداري او تدریسي چارو څخه لیدنه وکړه.

بغلان

د بغلان ولايت پوهنې رياست مسئولينو د یاد رياست له کارکوونکو او بااحساسه خلکو څخه ٧١ زره ٥٧٠ افغانۍ راټولې کړې او د یاد ولايت په سېلاب ځپلو کورینو یې ووېشلې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS