په لوګر ولایت کې یو باب دیني مدرسه تاسیس شوه

media-moe
Mon, May 27 2024 3:50 PM
147

د لوګر ولایت بره کي برک ولسوالۍ اړوند په پناه ګزین کلي کې، د حضرت عبدالله ابن عباس (رضی الله عنه) د مدرسې جوړولو چارې بشپړې او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پوهني رياست مشرتابه، ديني علماوو، سپن ږیرو او د سيمي د خلکو د استازو په حضور کې ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.

د مدرسې دغه ودانۍ يوه اداري خونه او ۲ درسي ټولګي لري، چې د بره کي برک ولسوالۍ د اوسېدونکو له خوا په دوه جرېبه ځمکه کې جوړه شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې د دغې مدرسې لپاره ځمکه هم د یاد کلي د خلکو له لوري ورکړل شوې ده.

همدارنګه په نوې تاسیس شوې دیني مدرسه کې شاوخوا ۱۰۰ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنې په برخه کې د لوګر ولایت د خلکو له همکارۍ مننه وکړه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS