د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

media-moe
Mon, Jun 03 2024 11:59 AM
البی

لوګر

د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د ج/هادي لېسې د زده کوونکو د والدینو له لوري د ۱۸زره افغانیو په مالي مرسته، د یادې لېسې لابراتوار خونه د مېزونو- څوکیو ترڅنګ ترمیم او د زده کوونکو لپاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

بلخ

د پوهنې وزارت د روزونکو له لوري د یو مرستندویه بنسټ په مالي همکارۍ، د بلخ ولایت د ښوونځيو شاوخوا ۵۵۸ تنو مدیرانو او ښوونکو د وړتیا لوړونې سیمینار د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.

هلمند

د هلمند ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، د یاد ولايت نوزاد ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې، د حقانيه ديني مدرسې له ښوونيزو کړنو څخه څارنه وکړه او زده کوونکو ته يې اړینې لارښوونې وکړې.

فراه

د فراه ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي اختر محمد زعیم، د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو د پوهنې له یو شمېر مسئولینو سره وکتل او له هغوی یې وغوښتل، تر څو د زده کوونکو د تدریسي کیفیت په لوړولو کې لا زیاتې هڅې وکړي.

سرپل

د سرپل ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني بلخاب ولسوالۍ ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې، د یادې ولسوالۍ د پوهنیز کیفیت او همدارنګه د دغه ولایت په تودو سیمو کې له آزموینو بهیر څخه څارنه وکړه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS