د پوهنې وزارت له لوري په پنجشېر ولایت کې یو باب دیني مدرسه تاسیس شوه

media-moe
Mon, Jun 03 2024 1:07 PM
البیس

د پوهنې وزارت ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاءالله سعید په مشرۍ د یاد وزارت رسمي پلاوی، د یو باب لیلیه مدرسې د تاسیس او پوهنیز وضعیت بیاکتنې په موخه، پنجشېر ولایت ته ورسېد.

په پیل کې د پوهنې وزارت معین د پنجشېر ولایت له پوهنې رئیس مفتي حبیب الله نوري قتاده او یو شمېر نورو مسئولینو سره د مدارسو او ښوونځيو پر ښوونیزو ستونزو او فعالیتونو تفصیلي خبرې وکړې او ورپسې یې د یاد ولایت د علماوو شوار رئیس شیخ قیام الدین حنیف او د دغه ولايت د پوهنې مسئولینو په مشوره د یو باب لیلیه مدرسې لپاره چې د ۲۰۰ تنو زده کوونکو ظرفیت به ولري، مناسب ځاى وټاکه.

همدارنګه نوموړي د پوهنې وزارت د ښوونیزو پلانونو او پروګرامونو یادونه وکړه او ویې ویل: د پوهنیزو چوپړونو د وړاندې کولو ترڅنګ به د زده کوونکو لپاره د نورو اړینو آسانتیاوو د برابرولو هڅو ته دوام ورکړي.

د پوهنې رئیس او یو شمېر علماءکرامو د پوهنې وزارت د مشرتابه له دغه نېک اقدام څخه مننه او قدرداني وکړه.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS