د پوهنې له ډګره څو لنډ خبرونه

media-moe
Tue, Jun 04 2024 1:15 PM
الب

تخار

د تخار ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد اسماعیل ابو احمد، په مرکز تالقان ښار کې د ښځینه وو دارالعلوم او بي بي مريم لېسې له اداري او تدريسي څانګو څخه څارنه او کتنه وکړه.

هلمند

د هلمند ولایت پوهنې ریاست او د بست خصوصي پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د دغه هوکړه لیک پر بنسټ به دواړې ادارې له یو بل سره په مالي او حسابي پروګرامونو او د عامه پوهاوي د پروګرامونو په ترسره کولو کې همکاري کوي.

زابل

د زابل ولایت پوهنې ریاست مسئولینو د یاد ولایت سیوري ولسوالۍ د دیني مدارسو ۲۱ تنو زده کوونکو ته د وړتیا لوړونې سیمینار جوړ کړ.

بیا هم له یاد ولایت څخه:

د زابل ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل ولي متقي، د یاد ولایت شینکۍ ولسوالۍ د یوشمېر دیني مدارسو د زده کوونکو د اداري، تدریسي او تحصیلي څانګو له کړنو څخه لیدنه او کتنه وکړه.

پنجشېر

د پنجشېر ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب الله نوري قتاده، داقتصاد له رئيس او په دغه ولايت کې د يو همکار بنسټ له مسئولینو سره په کتنه کې، په سيمه ييزو ټولګيو کې د درسونو د کيفيت په لاښه والي او په ښوونیز ډګر کې د پوهنې وزارت د کړنلارې پر رعایتولو کولو ټینګار وکړ.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS