دولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

media-moe
Tue, Jun 04 2024 1:20 PM
شسیب

سمنګان

د سمنګان ولایت پوهنې رئیس مولوي محراب الدین اقبال، د یو همکار بنسټ له مسئولینو سره، په دره صوف بالا او پایین ولسوالیو کې د ۱۰۰ بابه سیمه ییزو ټولګیو د جوړولو او د هغو د کړنو څرنګوالي په تړاو تفصیلي خبرې وکړې.

بغلان

د بغلان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي، د یو همکار بنسټ په ملاتړ د مرکزي بغلان ولسوالۍ د یو شمېر ښوونځیو ښوونکو لپاره له جوړ شوي سیمینار څخه څارنه وکړه.

کندوز

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د یو ملاتړ بنسټ په همکارۍ، د یاد ولایت په مرکز او علي آباد ولسوالۍ کې د اصولو صنفي ټولګیو ۱۵۰ تنو ښځینه ښوونکو ته د وړتیا لوړونې ۱۲ ورځنی ورکشاپ پیل کړ.

فراه

د فراه ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي اختر محمد زعیم، د ابوذر غفاري دارالعلوم اداري او تدریسي چارې وڅارلې.

بامیان

د سواد زده کړې لپاره د دیني علومو د الفبا د کتاب په اړه مشورتي غونډه، د یاد ولایت د پوهنې رئیس قاري عنایت الله سهار تر څارنې لاندې جوړه شوه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS