د ولایتونو پوهنې خبرونو ته کتنه

media-moe
Wed, Jun 05 2024 3:28 PM
asdf

هلمند

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له ۲۰۰ تنو داوطلبانو څخه، د دیني مدارسو لپاره د ښوونکو رقابتي آزموینه واخیسته.

پنجشېر

د پنجشېر ولايت پوهنې رياست د یاد ولايت د اسلامي زده کړو اړوندو ٣٤ بستونو ډکولو په موخه، له ٩٩ تنو نوماندانو څخه آزموينه واخيسته.

بدخشان

د بدخشان ولایت پوهنې ریاست مسئولینو، د یاد ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې د زده کوونکو د والدینو شوراګانو کړنې وڅارلې.

کابل

د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني د ملالۍ لېسې له تدریسي بهیر څخه څارنه وکړه او د یادې لېسې ښوونکو ته یې د تدریسي کیفیت په لوړوالي او د زده کوونکو پر سالمه روزنه ټینګار وکړ.

ننګرهار

د ننګرهار ولایت پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني، د یاد ولایت په جلال آباد ښار او خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د یو شمېر ښوونځیو اداري او تدریسي چارې له نیږدې وکتلې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS