د پوهنې وزارت د بودیجې کمېټې ځانګړې غونډه جوړه شوه

media-moe
Mon, Jun 24 2024 3:09 PM
شسیبیسشیب

د پوهنې وزارت د بودیجې کمېټې غونډه، د یاد وزارت د سرچینو او ادارې معینیت د دفتر آمر مولوي عبدالباري په مشرۍ په داسې حال کې جوړه شوه، چې د دغه وزارت د نورو معینیتونو استازو او کارپوهانو هم حضور درلود.

غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د تېرې غونډې د پرېکړو د تطبیق ارزونه ترسره او له هغې وروسته د ښوونکو د مسلکي پراختیا، سفریو، د تخنیکي وسایلو د ترمیم، ودانیو، د تدریسي حق الزحمې د لایحې نهایي کولو، د تدارکاتي پلانونو او یو شمېر نورو مالي چارو په تړاو هر اړخیز بحثونه ترسره او لازمې پرېکړې وشوې.

غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS