د آزموینو ملي ادارې پلاوي له بدخشان ولایت څخه لیدنه وکړه

media-moe
Tue, Jun 25 2024 3:22 PM
sdfg

د آزموینو ملي ادارې پلاوي د ١٤٠٣ لمريز کال د کانکور آزموينې لپاره د لازمو تياريو او ترتيباتو په موخه، بدخشان ولایت ته رسمي سفر وکړ.

یاد پلاوي د بدخشان ولایت د پوهنې له مسئولينو سره د لیدنې پرمهال، په دغه ولایت کې د کانکور آزموینې د ترسره کولو لپاره پر لازمو آسانتیاوو او چمتووالي خبرې اترې وکړې.

په دې کتنه کې د آزموینو ملي ادارې پلاوي، د ياد ولايت د کانکور آزموينې د پنځه ګونو ناحیو استازي د پوهنې رياست مسئولينو ته ور وپيژندل او په دې برخه کې يې د پوهنې رياست له مشرتابه څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

له بلې خوا د پوهنې ریاست رهبري کمېټې، د کانکور آزموینې په اخیستلو کې د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS