د پوهنې په برخه کې د خلکو همکارۍ دوام لري
![fgdsg](/sites/default/files/2024-06/449484187_446633001697962_5666510757888095998_n.jpg)
په دې وروستیو کې د کاپیسا ولایت یوه با احساسه هېوادوال د یاد ولایت د مرکز اړوند د کره تاز په کلي کې د عبدالله شهید لېسې لپاره، د څه باندې ۱۱ زره ۵۰۰ افغانیو په ارزښت تخنیکي وسایل چمتو کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې په دغه ولايت کې د پوهنې مینه والو له يادې لېسې سره د ٢٣ زره ٣٤٠ افغانيو په ارزښت، د اړتيا وړ وسايلو مرسته کړې وه.
د پوهنې وزارت مشرتابه د کاپیسا د هغو خلکو له مرستې او ملاتړ څخه چې له پوهنیز نظام سره یې ترسره کړې دي، هرکلی او مننه کوي.