د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین د کابل مرکزي دارالحفاظ له استادانو سره وکتل
![سیبل](/sites/default/files/2024-07/449471106_447803241580938_1085779264600792536_n.jpg)
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده، د کابل مرکزي دارالحفاظ له استادانو سره په کتنه کې، د زده کوونکو د تدریس د مؤثرو لارو چارو او د هغوی د ستونزو په ګډون په یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو تفصیلي خبرې وکړې.
د اسلامي زده کړو معین د دارالحفاظ د استادانو د وړاندیزونو او نظریاتو د اورېدو پرمهال، هغوی ته د همکارۍ او د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
له بلې خوا يو تن استاد د نورو په استازيتوب د اسلامي زده کړو د پياوړتيا په برخه کې د پوهنې وزارت د مشرتابه هلې ځلې وستايلې.