په ننګرهار ولایت کې د ۴ بابه ښوونځيو د جوړېدو چارې پیل شوې

media-moe
Tue, Jul 09 2024 11:55 AM
dsfsa

د ننګرهار ولایت په کوزکنړ او دره نورو ولسوالیو کې د ۴ بابه ښوونځيو ودانیو جوړولو چارې، د ۳۹ میلیونه۶۳۸ زره ۲۳۸ افغانیو په لګښت، د پوهنې په برخه کې د یو همکار بنسټ په ملاتړ رسما پیل شوې.

د یاد ولایت پوهنې مسئولین وایي: د دغه لېسو له جملې څخه یې «د بډیالي ، توکل بابا لېسې» په کوز کونړ او «قلعه شاهي، املې» لېسې په دره نور ولسوالیو کې موقعیت لري.

د ياد ولايت مقام د بشري سرچینو رئيس مولوي محمد طاهر جلالي په خپلو خبرو کې وويل: د پوهنې په برخه کې هر مثبت ګام د هېواد پرمختګ ګڼل کېږي او ژمنه يې وکړه، چې د پوهنې وزارت د پلانونو په عملي کولو لاره کې به هر ډول همکاريو ته دوام ورکړي.

ورپسې د ننګرهار پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني د ياد ریاست د کاري راپور د وړاندې کولو په ترڅ کې وويل، چې د تېر کال پر مهال، په یاد ولايت کې ۲۸ بابه نوي ښوونځي جوړ شوي او د پوهنې وزارت مشرتابه په دې برخه کې خپلو همکاریو ته ژمنه ده.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS