له ولایتونو څخه د پوهنې څو خبرونو ته کتنه

media-moe
Sat, Aug 31 2024 10:23 AM
یبسس

بغلان:
د بغلان ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي په وینا، د پلخمري ښار اړوند کرکر منځني ښوونځي بیارغونې چارې، چې د یو همکار بنسټ په مالي مرسته پیل شوې وې، اوسمهال بشپړې شوې دي. 
د ياد ښوونځي د ودانۍ پر بيارغونه شاوخوا يو مېليون افغانۍ لګښت راغلى دى.

ننګرهار:
د ننګرهار ولایت پوهنې رئیس مولوي عزیزالله مصطفی، د نورستان ولایت د مقام له مرستیال مولوي فیصل مختار سره په لیدنه کې، د دواړو ولایتونو د ښوونیز وضعیت په اړه مشورې او نظرونه تبادله کړل.

هرات:
د هرات ولایت په مرکز کې د بابا زنګي لېسې د فوټسال لوبغالی، د یاد ولایت د پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر په حضور کې پرانیستل شو.
د یاد لوبغالي په رغونې ټولټال ۵۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی، چې د همدغه ولایت د یو تن معارف دوست سوداګر له خوا ورکړل شوی دی.

بدخشان:
د واليبال هغه سیالۍ چې د بدخشان ولايت مرکز فيض آباد ښار د زده کوونکو ترمنځ پيل شوې وې، په پایله کې یې د بتاش عالي لېسې سپورټي لوبډلې لومړی مقام خپل او د مسئولینو له لوري ورته سپورټي ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS