د هېواد د شمالي ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره د "برید" سیستم آنلاین لارښود غونډه جوړه شوه

media-moe
Wed, Sep 04 2024 3:42 PM
dstrdytf

نن د پوهنې وزارت دولایتي چارو د انسجام لوی ریاست له لوري، د هېواد د شمالي ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره د سندونو برېښنایي کولو رسمي سیسټم (برید) آنلاین لارښود غونډه جوړه شوه.
په پیل کې د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج مولوي شهاب الدین ثاقب د یاد سیسټم ګټو ته په اشارې سره وویل: «برید» سیسټم له مرکز څخه ولایتونو او برعکس له ولایتونو مرکز ته د ټولو اسنادو، مکتوبونو او د پوهنې ریاستونو د کاري راپورونو د خوندي کولو، پر وخت استولو، روڼتیا تامینولو او د یاد وزارت د مراجعینو په کارونو کې د چټکتیا په موخه جوړ شوی دی.
ورپسې د پوهنې وزارت د ولایتي چارو د انسجام لوی ریاست تخنیکي کارکوونکو له خوا د ولایتونو پوهنې ریاستونو مسئولینو ته د یاد سیسټم د تخنیکي برخو په اړه معلومات وړاندې شول.
په ورته مهال د پوهنې ولایتي مسئولینو هم د «برید» سیسټم د کار د څرنګوالي په اړه پوښتنې وکړې، چې د کارپوهانو له خوا ورته مفصل ځوابونه ورکړل شول.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS