د باميان ولايت پوهنې رئيس د خصوصي ښوونځيو له یو شمېر زده کوونکو سره وکتل

media-moe
Sun, Sep 22 2024 2:27 PM
بلاتن

د باميان ولايت پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار د یاد ولايت د مرکز اړوندو يو شمېر خصوصي ښوونځيو له زده کوونکو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د پوهنې رئیس یاد ماشومان د افغانستان راتلونکي جوړونکي وبلل او له هغوى يې وغوښتل چې په ښه توګه زده کړې وکړي، تر څو په راتلونکي کې د خلکو او هېواد لپاره د ګټورو چوپړونو مصدر وګرځي.

يادو زده کوونکو هم په ليوالتيا سره د خپل مسلک راتلونکې موخې رهبرۍ ته بيان کړې او ويې ويل چي موږ د خپلو زده کړو ترلاسه کولو په لاره کې د هلو ځلو ترڅنګ غواړو ډاکټران/ انجنیران شو او خپل هېواد آباد کړو.

د غونډې په پای کې د خصوصي ښوونځیو زده کوونکي د پوهنې ریاست د رهبرۍ لخوا په ډالیو ونازول شول.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS