د جلریز ولسوالۍ علم پروره خلکو د غلام حضرت شهید عالي لېسې سره مرسته وکړه

media-moe
Mon, Sep 23 2024 2:56 PM
dfgh
د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو په هغه غونډه کې چې د جلریز ولسوالۍ د پوهنې ریاست له چارواکو او د یادې ولسوالۍ د غلام حضرت شهید عالي لېسې د شورا له غړو سره جوړه شوې وه، د همدغه ولسوالۍ د پوهنې آمر وویل: د جلریز ولسوالۍ خلکو د ۱۴۰۳ تعلیمي کال له پیل څخه تر اوسه د غلام حضرت شهید عالي لېسې د بیارغونې او ترمیم په برخه کې ۴۷۶ زره افغانۍ مرسته کړې ده.
د نوموړي په وينا، يادې مرستې په ترميم، د پاکو اوبو د څاه په کيندلو، د اوبو رسولو سيسټم پر فعالولو او د لمريزې برېښنا د شبکې په نصبولو او نورو برخو کې لګول شوې دي.
د پوهنې وزارت رهبري د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ له اوسېدونکو څخه د یادو مرستو له امله مننه کوي.

 

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS