د غزني ولایت خلکو د پوهنې په برخه کې ۲۰ مېلیونه افغانۍ مرسته کړې

media-moe
Sat, Sep 28 2024 10:01 AM
sdfgh
د غزني ولایت پوهنې ریاست پلاوی چې جاغوري، مالستان او اجرستان ولسوالیو ته د ښوونځيو شوراګانو د جوړولو په موخه تللی، وايي: د ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د یاد ولایت د جاغوري، مالستان او اجرستان ولسوالیو اوسېدونکو د همدغو ولسواليو د ښوونځيو په بيارغونه، د درسي ټولګيو په جوړولو، د پاکو اوبو د څاګانو کيندلو او نورو چوپړونو په برخو کې په ټوليزه توګه ۲۰ مېليونه افغانۍ مرسته کړې ده.
د پوهنې پلاوي د ښوونځیو او کورنیو ترمنځ د پله په توګه د ښوونځیو شوراګانو د موثریت په اړه څرګنده کړه چې: دغو ولسوالیو ته د پوهنې ریاست د پلاوي د سفر اساسي موخه په یو شمېر هغو ښوونیزو ادارو کې د ښوونځیو شوراګانو جوړول دي، چې تر اوسه په کې شورا نه ده جوړه شوې.

 

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS